د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچونکي شاپور ځدران جنازه نن د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او جسد یې د همدې ولایت په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د ارواښاد د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ د پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو او اداري مسؤلینو سربېره د طالبانو د حکومت چارواکو، عامو ولسونو او ګڼ شمېر نورو شخصیتونو ګډون کړی وو. شاپور ځدران دوه ورځې وړاندې په هند کې د درملنې پر مهال د ۳۹ کلنۍ په عمر وفات شو.
Quick facts
LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-09 08:52:36
Timeline
-
Parstoday
د شاپور ځدران جنازه ادا او جسد یې خاورو ته وسپارل شو
Sources
External sources
ParstodayPS
2026-07-09 08:43:55
د شاپور ځدران جنازه ادا او جسد یې خاورو ته وسپارل شو