د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یو ځل بیا ویلي، چې «په افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې» د پاکستان د امنیت لپاره دوامدار ګواښ دي او نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر ضد خپلې ګډې هڅې لا ګړندۍ کړي. ملا برادر د جبل السراج د سمنټو فابریکې د دویم تولیدي واحد د عملي کار د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان د طبیعي سرچینو، بشري ظرفیتونو او مناسب جغرافیایي موقعیت له امله د صنعت د ودې او پراختیا لپاره پراخ امکانات لري او اداره یې هڅه کوي له دغو ظرفیتونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخلي. هغه صنعت د هر هېواد د اقتصادي ځواک له مهمو بنسټونو وباله او په وینا یې، هغه هېوادونه چې خپلې صنعتي زیربناوې یې پیاوړې کړې، د اقتصادي ثبات، د بېکارۍ د کمېدو، د صادراتو د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د کچې د لوړوالي په برخو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د کورني سمنټو د تولید په زیاتېدو سره به وارداتو ته اړتیا کمه شي، د هېواد د اسعارو د وتلو مخه به ونیول شي، زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، ملي عواید به لوړ شي او اقتصادي فعالیتونه به لا چټک شي. د دې کارخونې د سمنټو د تولید ظرفیت…
Quick facts
Timeline
-
AF International
پاکستان یوځل بیا «افغانستان مېشتې وسله والې ډلې» د خپل امنیت لپاره دوامدار ګواښ وباله
Sources
Afghan sources
پاکستان یوځل بیا «افغانستان مېشتې وسله والې ډلې» د خپل امنیت لپاره دوامدار ګواښ وباله