افغانستانامنیتپښتوکندهار

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده: طالبان د یرغمل نیونې سیاست ته… — AF International

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-09 12:35:34🎙 راډیو واورئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې الیزابت سټېکني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو د یرغمل نیونې سیاست جاري ساتلی او له افغان ښځو سره یې چلند وحشتناک دی. نوموړې وویل، چې طالبان د افغان ښځو حقونه نقض کوي او باید دې ته د پای ټکی کیږدي. د کندهار ښار ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دې وروستیو کې په ښار کې د داسې وسله والو کسانو ګرځېدل او د پلتڼځایونو جوړول زیات شوي چې رسمي نظامي یونیفورم نه لري. دوی وايي، چې دا کار د دې لامل شوی چې عام خلک د نامسووله وسله والو او طالبانو د نظامیانو ترمنځ توپیر ونه شي کړای. د کندهار ښار اوسېدونکو ویلي، چې په شخصي جامو کې د وسله والو ګرځېدو سره په ښار کې د غلاوو او جنايي پېښو کچه هم لوړه شوې ده او «ښايي ځینې طالب وسله وال په دې غلاوو کې لاس ولري». د کندهار ښار دریو اوسېدونکو چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وویل:«که شپه وي، که ورځ وي، ځینې کسانو په شخصي جامو کې له وسلو سره چیک پاینټونه اچولي وي، تلاشي کوي». یو بل تن ددې موضوع په تایید سره وویل، « موږ نه پوهیږو چې ایا دا مسوول کسان دي او یا هم غله دي. کیدای شي همدا کسان به غلا هم کوي ځکه کوم…

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-09 12:35:34

مهالوېش

  1. AF International

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده: طالبان د یرغمل نیونې سیاست ته ادامه ور کوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-09 10:08:33

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده: طالبان د یرغمل نیونې سیاست ته ادامه ور کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button