په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له ترینګلتیا سره هممهاله د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دغه ایالت مرکز کوټې ته تللی. د شهباز شریف دفتر ویلي، ټاکل شوې ده چې شریف به د وضعیت ارزولو لپاره د یوې ځانګړې غونډې مشري وکړي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوشې شویو کسانو کې د طب پوهنځي یوشمېر محصلان هم شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیول شوي وو او بېلابېلو مودو پورې بندیان وو. دغه وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵۱۸ کسان د تورخم او ۱۲۰ نور د سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول. دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لاهم دوام لري. د پاکستان حکومت لهخوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل هم نن پای ته رسېږي او سر له سبا به د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د نیولو عملیات پیل شي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په بلوچستان کې له خونړیو بریدونو وروسته شهباز شریف کوټې ته تللی
منابع
Afghan sources
په بلوچستان کې له خونړیو بریدونو وروسته شهباز شریف کوټې ته تللی