Englishافغانستانامنیتپروان

د شاوخوا ۹۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د جبل السراج سمنټو د تولید… — Bakhtar

DevelopingSecurityپروان1 SourcesUpdated: 2026-07-09 12:39:18🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي ا د جګپوړو چارواکو او مسوولینو له لوري، د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې د جوړولو عملي چارې نن پيل شوې. د دغې فابريکې د جوړولو چارې به د شاوخوا ۹۰ ميليونه ډالرو په لګښت د ملي پراختيا شرکت له لوري د درېيو کلونو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. ياده فابريکه د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې موقعیت لري او د تولید ظرفیت يې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰۰ ټنه سمنټو ته رسېږي چې کولې شي د هېواد د ودانیزو اړتیاوو یوه لویه برخه پوره کړي. د باختر اطلاعاتي اژانس خبریال د خبر له مخې؛ د يادې پروژې د پرانيست‌غونډې په پيل کې د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وويل: "د جبل السراج سمنټو د تولید دويمه ستره پروژه، يوازې د يوې فابريکې بنسټ نه دی، بلکې د افغانستان د صنعتي ودې، اقتصادي خپلواکۍ، د کورني توليد د پياوړتيا او د هېواد راتلونکې سوکالۍ لپاره یو ستر ګام دی." هغه زياته کړه: "د صنعتي بنسټونو پياوړتیا د بې‌کارۍ په راکمولو او د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول لري او زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته کېږي." د ملا برادر په وينا، افغانستان د طبيعي زېرمو او بشري قوې په لرلو سره د صنعتي پرمختګ لپاره پراخ امکانات لري او اسلامي امارت هڅه کوي چې هېواد له وارداتي اقتصاد څخه تولیدي او صادراتي اقتصاد ته بدل کړي. اقتصادي مرستيال له ټولو پانګه والو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي؛ ځکه اوسمهال په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، د فساد کچه په بې ساري ډول راټیټه شوې، اداري چارې اسانه شوې او د پانګونې لپاره مناسب او ډاډمن چاپېریال رامنځته شوی دی. وروسته، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، وويل چې د افغانستان اسلامي امارت په بيا راتګ سره، په بېلابېلو برخو کې د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځان بسياينې لپاره مهم کارونه ترسره شوي دي او نن هم د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې د جوړولو چارو په پيل سره؛ د افغانستان د صنعتي کېدو او زرګونو ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په لاره کې يو مهم ګام پورته کېږي. د هغه په وينا، په ياده فابريکه کې له اتومات سیسټم څخه ګټه اخیستل کېږي چې له نړیوالو معیارونو سره سم، د سمنټو کیفیت تضمینوي. دغه راز، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، په خپلو خبرو کې وويل چې د جبل السراج سمنټو د تولید دويمه ستره فابریکه نه يوازې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې، بلکې د سمنټو تولید په برخه کې هم ځان بسياينې ته د افغانستان په رسولو کې مرسته کوي. د بدري په وينا، اوسمهال د سمنټو د تولید په برخه کې، له نهو شرکتونو سره تړونونه لاسليک شوي چې په بېلابېلو کچو کې يې چارې پرمختګ لري او د يادو فابريکو په فعالېدو سره به شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي. ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزير ملا محمد يونس اخندزاده، وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو له لوري د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځان بسياينې لپاره هڅې روانې دي او ځان بسياينې ته د افغانستان رسول؛ هغه مهال امکان لري چې ټولې پروژې تطبیق شي او (حکومت، خصوصي سکټور او هېوادوال) لاسو سره يو کړي او په ګډه هڅې وکړي. د غونډې په دوام، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال، يادې پروژې د چارو پيل د افغانستان د صنعتي انقلاب لپاره يوه مهمه ورځ وبلله او ويې ويل چې د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې د جوړولو چارو په پيل سره به د ځان بسياينې په لاره کې يو بل ګام پورته کېږي او په ګټې اخيستنې سره به يې له بهر څخه د سمنټو واردات راکم او ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي. هغه په ټاکلې موده او ښه کيفيت د يادې پروژې پر بشپړېدو ټينګار وکړ. د پروان والي شيخ عزيز الرحمن منصور، هم په خپلو خبرو وويل چې نن په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تامين په دليل، په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده او د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې د جوړولو چارو پيل پانګه والو ته ځانګړی پيغام لري او هغه دا دی چې پروان ولايت د پانګونې ښه ظرفيتونه لري. هغه ډاډ ورکړ چې سيمه ييزه اداره په پروان کې د هر ډول پانګونې لپاره بشپړې همکارۍ ته چمتو ده. هېره دې نه وي د جبل السراج سمنټو د تولید په دويمه ستره فابریکه کې به د کلینکر د تولید او سمنټو د بسته بندۍ ټول پړاوونه د هېواد په دننه کې ترسره شي چې دا چاره د تولید لګښت راکموي او افغانستان د بهرنیو وارداتو له احتیاجه خلاصوي. د فابریکې جوړولو په ډیزاین کې د چاپېریال ساتنې معیارونه هم په پام کې نیول شوي؛ څو د تولید پر مهال د هوا ککړتیا مخه ونیول شي.

Quick facts

Locationپروان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-09 12:39:18

Timeline

  1. Bakhtar

    د شاوخوا ۹۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-09 11:35:27

د شاوخوا ۹۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د جبل السراج سمنټو د تولید دويمې سترې فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button