هرات کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال… — Bakhtar
Summary: د هرات ښاروالۍ د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان سیمې د ډبرین کانال د جوړولو چارې د ۲ میلیونه ۳۹۲ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د هرات ښاروال مولوي حمدالله نعماني باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه کانال ۴۵۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي. نوموړي د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د ښاري بنسټیزو تاسیساتو پراختیا، د معیاري اوبو لارو جوړول او د سطحي اوبو د لېږد ستونزو حل د ښاروالۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په بېلابېلو سیمو کې د عامه ګټو پروژو پلي کېدل دوام لري. هغه زیاته کړه، چې د دې کانال په بشپړېدو سره به د اسحاق سلیمان سیمې د سطحي اوبو د لېږد ستونزې تر ډېره هوارې شي او د سیمې اوسېدونکو لپاره به ښاري او چاپېریالي وضعیت لا ښه شي. د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د معیاري اوبو لارو نشتون د دوی له مهمو ستونزو څخه و، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به یې ډېری ستونزې هوارې شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هرات کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
هرات کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې