Summary: د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د دولتي ادارو د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د معارف لوبډلې خپلې سیالې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو لوبډلې ته د ۲ _ ۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د فوټسال لوبې پراختیا، د ورزش دودول او د دولتي کارکوونکو ترمنځ د ورزشي فعالیتونو پیاوړتیا ده.د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به درې اوونۍ دوام وکړي او د بامیان ولایت د بېلابېلو دولتي ادارو ۲۱ لوبډلې به پکې د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د بامیان په مرکز کې د دولتي ادارو د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
د بامیان په مرکز کې د دولتي ادارو د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې