افغانستانامنیتبدخشانپښتو

آیا د واخان دهلېز افغانستان له چین سره نښلوي؟ | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-09 12:42:10🎙 راډیو واورئ

له کلونو راهیسې چین ته د افغانستان د نښلولو هڅې روانې دي او د هېواد په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د دغه اقتصادي اتصال یوازینۍ لاره ګڼل کېږي. طالبانو په دوو پړاوونو کې د واخان دهلېز د جغل‌اندازۍ کار پیل کړی او په وروستي مورد کې د دوی د کلو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۶مه وویل چې د واخان سړک د جوړولو چارې ۷۵ سلنه مخته تللې دي او ډېر ژر به بشپړې شي. خو د هېواد د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر وايي چې له چین سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیل لپاره د واخان په دهلېز کې د لویو لارو او ریل پټلۍ پر جوړولو د پراخو پانګونو اړتیا ده. د بدخشان واخان ولسوالۍ د هېواد په شمال ختیځ کې د لوړو غرونو درلودونکی یو تنګ دهلېز دی؛ دا هغه حایله سیمه ده چې په نولسمه پېړۍ کې د برېتانیا او پخواني شوروي د قلمروونو د جلا کولو لپاره رامنځته شوه. دا ولسوالۍ د بحر له کچې څخه د ۳۰۰۰ تر ۶۸۰۰ مترو پورې لوړوالی لري او د بدخشان یو له تر ټولو لویو خو لږ نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي. واخان ۲۶۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۱۲ څخه تر ۶۰ کیلومترو پورې سور (پراخوالی) لري. د دغې ولسوالۍ مرکز «خندود» دی….

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-09 12:42:10

مهالوېش

  1. Amu TV

    آیا د واخان دهلېز افغانستان له چین سره نښلوي؟ | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-09 02:44:02

آیا د واخان دهلېز افغانستان له چین سره نښلوي؟ | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button