EconomyEnglishافغانستان

د هېواد د کرنې وزیر د هند د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا… — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-07-10 07:07:05🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري هند ته د خپل رسمي سفر په دوام د هغه هېواد د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا د ملي بانک له رئیس، ډاکټر شاجي کرېشنن وي سره کتلي او د کرنې، کلیوالي پراختیا او د بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخو کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه ورسره خبرې کړې دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، دغه کتنه چې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت، د مالي خدمتونو وزارت د استازو او د یاد بانک د لوړپوړو مسوولینو په شتون کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې د پراختیا، کلیوالي پرمختیا، د تخنیکي او بنسټیزو ظرفیتونو د لوړولو او د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې د پراختیا او د کلیوالو سیمو د وضعیت د ښه والي اهمیت ته په اشارې سره د ګډو همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا او دوامدار پرمختګ په موخه د بریالیو تجربو پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. یاده لیدنه د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د رسمي سفر په اډانه کې ترسره شوی، چې موخه یې د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او کلیوالي پراختیا په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو لا پیاوړتیا او پراختیا ده.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-10 07:07:05

Timeline

  1. Bakhtar

    د هېواد د کرنې وزیر د هند د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا د ملي بانک له رئیس سره کتلي دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-10 05:44:26

د هېواد د کرنې وزیر د هند د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا د ملي بانک له رئیس سره کتلي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button