Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري هند ته د خپل رسمي سفر په دوام د هغه هېواد د کرنې او بزګرانو د هوساینې له وزیر شیوراج سینګ چوهان سره په کتنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي. د هېواد د کرنې وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا لیدنه د هند د کرنیزو څېړنو په مرکز کې، چې په نوي ډیلي کې موقعیت لري، ترسره شوې او دواړو لورو د کرنیزو څېړنو، اصلاح شویو تخمونو، مالدارۍ، د اوبو د اغېزمن مدیریت او ګټورې استفادې، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د لېږد، د ظرفیت لوړونې او د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د پراختیا په برخو کې یې د همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي. ښاغلي عمري په دغه کتنه کې د هند له مېلمهپالنې څخه د مننې ترڅنګ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار کړی ډی. ورته مهال د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزیر هم د افغانستان د پلاوي هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنې د ودې، د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا، د تجربو او کرنیزو ټکنالوژیو د لېږد او د دوهاړخیزو همکاریو د دوام او لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. د يو بل خبر له مخې ښاغلي عمري همدارنګه د هند د خوړو د پروسس صنایعو له وزیر شیري چیراګ پاسوان سره هم کتلي وه او د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي. په دې کتنه کې، دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو لپاره د ارزښتلوړونې، د خوړو د پروسس د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا، د ټکنالوژۍ د لېږد، د ظرفیت لوړونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. همدارنګه، دواړو خواوو د خوراکي خوندیتوب د تأمین، د خلکو د ژوند د کچې د ښه والي او د افغانستان او هند ترمنځ د متقابلو ګټورو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د هېواد کرنې وزير د هند د کرنې او بزګرانو د هوساينې او د خوړو د پروسس صنایعو له وزيرانو سره کتلي دي
سرچینې
Afghan sources
د هېواد کرنې وزير د هند د کرنې او بزګرانو د هوساينې او د خوړو د پروسس صنایعو له وزيرانو سره کتلي دي