سندرېشعرونههنر او ادب
قتل عام د ژوندانه – د شازېب خان په زړه پورې سندره
د سندرې شعر
تر څو به وي په ښار کې قتل عام د ژوندانه
راځئ چې نور بدل کړو دا نظام د ژوندانه
دا وېش منلی نه شم چې څوک څښي او بې حیا
د چا په شونډو څاڅکي هم حرام د ژوندانه
د مينې ترجمان یې سره قتل کړو په دې
چېړل چې حقایق يې سرعام د ژوندانه
شعور د ژوندانه بیدارومه دا چې نن
قلم مجبورومه په کلام د ژوندانه
“دانشه” برابر دي سره مرګ او غلامي
دعوه دې عبث نه کوي غلام د ژوندانه