د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه شمېرو لهمخې، د روان زېږیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد پولیسو ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان کډوال نیولي دي. د دغو شمېرو پر بنسټ، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو بېاسناده کډوالو په سر کې دي. د تحریک طالبان پاکستان د شورا غړی عينالزمان چې ځان د بلوچستان ایالت اوسېدونکی معرفي کوي، د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «تحریک د اسلام دښمنه پوځ پر ضد مبارزه پيل کړې ده. هره ورځ پر دوی په لسګونه بريدونه کوي او وار یې ورله ورخطا کړی دی. د پاکستان ادارې وارخطا دي کله پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي او کله پرې بمبارۍ کوي او کله د ولسي خلکو پر ضد عمليات او بمبارۍ کوي او خلک لادرکه کوي». د راپورونو لهمخې، په پاکستان کې له وسلهوالو بریدونو او چاودنو وروسته د دغه هېواد چارواکي افغانستان او هند ته ګوته نیسي او بیا د یادو وسلهوالو د ځالو د په نښه کولو په پلمه پر افغانستان هوايي بریدونه کوي، خو افغان طالبانو په وار وار ویلي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه کورنۍ مسئله ده او ډاډ یې ورکړی، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي. د پاکستان د طالبانو تحریک دغه غړي همداراز ادعا کړې: «لکه څنګه چې تاسو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ترکیې په شپږو میاشتو کې له ۱۹ زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي
منابع
Afghan sources
ترکیې په شپږو میاشتو کې له ۱۹ زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي