کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): اسپانیا د فوټبال نړۍوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې بلجیم ته له ماتې ورکولو وروسته په دغو سیالیو کې نیمهپایلوبې ته لار ومونده. د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې تېره شپه د اسپانیا او بلجیم ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په یاده لوبه کې اسپانیا بلجیم ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمهپایلوبې ته لار پیدا کړه. د اسپانیا لوبډلې لپاره د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې لومړۍ ګول فابیان رویز وواهه، ورپسې د لوبې په ۴۱مه دقیقه کې د بلجیم لوبغاړي چارلس ډي کیټیلار ګول ترلاسه کړ او له اسپانیا سره یې لوبه یو پر یو مساوي کړه. همدارنګه په یاده لوبه کې د اسپانیا لوبغاړي میکل میرینو د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې ګول وواهه او د اسپانیا لوبډله یې بریا ته ورسوله.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا بلجیم ته ماتې ورکړه او نیمهپایلوبې ته یې لار ومونده
منابع
Afghan sources
د فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا بلجیم ته ماتې ورکړه او نیمهپایلوبې ته یې لار ومونده