کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د ده د ترور لپاره اقدام وکړي، د امریکا پوځ به پر دغه هېواد پراخ برید وکړي؛ تهران تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ د جمعې په ورځ په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي: «زر توغندي توغولو ته چمتو او د ایران اسلامي جمهوریت پر لور نښه شوي دي؛ که د ایران حکومت هغه ګواښ عملي کړي، یا حتی د عملي کولو هڅه یې وکړي، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې څو ځله د امریکا د برحاله ولسمشر د ترور په اړه کړی دی ــ چې په دې مورد کې هغه زه یم ــ نو زرګونه نور توغندي به هم سمدستي ورسره یوځای شي.» هغه زیاته کړې چې اړین امرونه له مخکې صادر شوي او د امریکا پوځ د یوه کال لپاره ــ چې د اړتیا په صورت کې غځېدلی شي ــ بشپړ چمتووالی لري، څو د هغه په وینا، «د ایران ټولې سیمې په بشپړه توګه له منځه یوسي او ورانې یې کړي.» ټرمپ د دغه پوځي امر په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ټرمپ: که ایران زما د ترور لپاره اقدام وکړي، پراخ پوځي برید به پرې وکړو
منابع
Afghan sources
ټرمپ: که ایران زما د ترور لپاره اقدام وکړي، پراخ پوځي برید به پرې وکړو