جلالاباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پچیراګام ولسوالۍ په مرغۍ سیمه کې یو ډاټسن موټر چپه شوی دی. سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په مړو شویو کسانو کې څلور مېرمنې او دوه نارینه شامل دي او د پېښې ټپیان د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانننګرهار
موضوعDiplomacy
منابع1
بهروزرسانی2026-07-11 06:59:11
خط زمانی
-
Pajhwok
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-11 11:28:23
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې