خبرونه

طالبان کورني بې ځایه شوي بېرته پر خپلو سیمو مېشتوي

د خبر مهمې
  • افغانستان کې له دريو مېلیونو ډېر وګړي بې‌ځایه شوي
  • د طالبانو حکومت دغه بې‌ځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته بيايي
  • په تېر کال کې افغانستان ته له یو مېلیون ډېر له بهره هم ستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت وايي په افغانستان کې جګړو او طبيعي ناورینونو له درې مېلیونو ډېر وګړي بپه کور دننه بې‌ځایه کړي چې اوس يې بېرته پر خپلو اصلي ټاټوبو مېشتوي.

دغه وزارت ویلي چې له اتیا زرو ډېرو بې‌ځایه شوو کورنیو دغې لړۍ ته چمتووالی هم ښودلی او د دغه شمېر له نيمايي ډېرو يې فورمونه هم اخیستي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې د یاد وزارت د کورنیو بې ځایه شوو د چارو مشر سردار شېرزاد له قوله ليکلي چې څه باندې اته زره کورنۍ یوازې په کابل کې چمتو شوې چې خپلو سیمو ته وګرځي.

دغه وګړي په کور دننه په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او طبيعي ناورینونو له امله له یوې سیمې بلې ته بې ځایه شوي وو چې ډېری يې ښارونو ته تللي وو.

د دغه وزارت ویناپاڼې دا هم ویلي چې د یاد وزارت چارواکو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره په ګډه غونډه کې دې چارې ته د مرستې غوښتنه هم کړې.

بلخوا د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني ویلي چې په  تېر یوه کال کې له یوه مېلیون ډېر کډوال افغانستان ته ورستانه شوي. هغه ویلي چې دغو کډوالو ته یې تر خپله وسه لازمې آسانتیاوې برابرې کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب له مشرې شوکو شیموزاوا سره لیدنه  کې راستنېدونکو ته د مرستو د دوام غوښتنه هم کړې.

د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د استازې له قوله هم ویلي چې هغې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې یاد هېواد کې د مېشت افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د دوی د استوګنې کارتونه بیاځلې نوي کړي.

افغانستان ته یوازې په دریو وروستیو میاشتو کې له پاکستانه په زور له هغه هېواده ایستل شوي څه باندې نیم مېلیون (پنځه لکه) کډوال ورستانه شوي.

له دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي چې په تېر یوه کال کې له هغه هېواده هم له پنځو لکو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

له پاکستان او ایران څخه د دغو کډوالو د ستنېدو لړۍ په ورځني ډول لا هم روانه ده.

اړوندې مقالې

Back to top button