پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوی مهلت د جولای پر لسمه پای ته ورسېد. د پاکستان کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې ټولو سيمه ييزو چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له لسمې نېټې وروسته هر هغه افغان وګړی چې قانوني اسناد ونه لري، سملاسي ونیسي. پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې یوازې له پېښوره شاوخوا شل زره افغان کډوال د شړل کېدو له خطر سره مخامخ دي. ځينو کډوالو بيبيسي ته ويلي چې د نيول کېدو له وېرې له خپلو مېشت ځایونو بهر نه وځي. صابره جامي الاحمدي، چې د افغانستان قضايي څانګې پخوانۍ کارکوونکې ده، له درېيو کلونو راهيسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي او یوه درېيم هېواد ته د تګ په تمه ده. نوموړې په يوه داسې سيمه کې اوسېږي چې ګڼ شمېر افغان کډوال پکې مېشت دي. اغلې جامي الاحمدي وايي: ''ډېرو کډوالو خپل تګ راتګ کم کړی او ان خپلې اړيکې او تماسونه يې محدود کړي دي.'' صابره او د هغې کورنۍ لکه د زرګونو نورو افغانانو په څېر د وېزې نشتوالي له امله اوس افغانستان ته د جبري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي. هغې وويل چې که افغانستان ته ستنه شي، د هغې دوې لوڼې به د لوړو زدکړو له حقه بې برخې وي، مېړه به يې د کار فرصت ونه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اوسېدو مهلت پای ته ورسېد؛ 'یوازې له پېښوره ۲۰ زره کسان ایستل کېږي' – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اوسېدو مهلت پای ته ورسېد؛ 'یوازې له پېښوره ۲۰ زره کسان ایستل کېږي' – BBC News پښتو