EnglishKabulSportsافغانستان

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ امونهنګانو د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ته ماته ورکړه — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-11 09:34:40🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د امونهنګانو لوبډلې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې چنګاښ میاشتې له لسمې په خوست ولایت کې روانې دي. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یوولسم پړاو اي‌انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن (د چنګاښ ۲۰مه) له غرمې مخکې د سپین‌غر پړانګانو او د امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په دغه لوبه کې د امو نهنګانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. په دغه لوبه کې د سپین‌غر لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې. یاده لوبه کې د سپین‌غر لوبډلې له لوري عصمت عالم ۴۲، نورحمن او اعجاز احمدزي ۲۸ – ۲۸ منډې او زبیر‌الله اکبري ۲۲ منډې وکړې. د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې ګلبدین نایب درې، قیس احمد دوه او یمین احمدزي د امو نهنګانو لوبډلې دوه – دوه لوبغاړي وسوځول. د امونهنګانو لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۱۷.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۸ وېکټو په توپیر یې د سپین‌غر لوبډلې ته ماتې ورکړه. د امو نهنګانو لوبډلې له…

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-11 09:34:40

Timeline

  1. Pajhwok

    شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ امونهنګانو د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ته ماته ورکړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-11 14:04:00

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ امونهنګانو د سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ته ماته ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button