Kabulافغانستانامنیتپښتو

کورنیو چارو وزارت: فراه کې له پولیسو سره نښته کې یو «غل» وژل… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 12:02:11🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت په شیب‌کوه ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې یو «غل» وژل شوی، یو ټپي شوی او یو بل نیول شوی دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ولایت د شیب‌کوه ولسوالۍ د حوزک سیمې کې یو کور ته د «غلو» د اوښتو هڅه د امنیتي او کشفي ځواکونو د پر وخت عملیاتو په پایله کې شنډه شوه. سرچینه زیاتوي: «له امنیتي ځواکونو سره د غلو د مخامخ نښتې په پایله کې یو غل وژل شوی، یو ټپي دی، یو نیول شوی او یو تن په تېښته بریالی شوی، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.» د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه څلور میله تومانچې، یو لوکسل موټر، ۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ایراني تومن، ۵۰۰۰ افغانۍ ترلاسه شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 12:02:11

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کورنیو چارو وزارت: فراه کې له پولیسو سره نښته کې یو «غل» وژل شوی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-11 16:31:57

کورنیو چارو وزارت: فراه کې له پولیسو سره نښته کې یو «غل» وژل شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button