HealthKabulافغانستانپښتو

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښار د ماشومانو د اصلاح او… — Bakhtar

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 19:07:55🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسيون له غړو متشکل پلاوي نن د کابل ښار د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه کړې ده. ارګ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، په هغه غونډه کې، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د زندان مسوولینو اداري چارې او خدمات وارزول او د شته نېمګړتیاو پر حل ټینګار وشو. وروسته یاد پلاوي د هغو کوچنیانو ستونزې او غوښتنې واورېدې، چې په دغه مرکز کې ساتل کېږي او ډاډ یې ورکړ، چې شریک شوي موضوعات به جدي تعقیب او حل شي. په همدې ترتیب یاد پلاوي د ښوونځي او حرفه یي زده کړو مرکز بېلابېل ټولګي وکتل او د پاکوالي، روغتیایي خدماتو، خوراکي توکو د برابرولو او وېش او د استوګنې ځای د وضعیت ترڅنګ یې د هغوی د شرعي حقونو مراعتول هم وارزول. همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي تر مراقبت لاندې کوچنیانو د حقونو په رعایتولو، له دوی سره په نېک چلند، د خدماتو په ښه والي، د حفظ الصحې په تأمین او د دوی اساسي اړتیاو ته پر رسیدګي ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 19:07:55

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښار د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-11 17:39:51

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښار د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button