بدخشان کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو — Bakhtar
Summary: د بدخشان په مرکز فيضاباد ښار کې د «لاجورد بدخشان» تر سرلیک لاندې د لاسي صنايعو او کورنیو توليداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې ۶۰ غرفې لګول شوې دي. د اذر عزيزي د نندارتونونو د تنظيم شرکت استازي حمزه وهاج باختراطلاعاتي اژانس ته وويل، چې دغه نندارتون د بام دانيا هوټل کې جوړ شوی چې پکې غالۍ، وچې مېوې، شات، معدني اوبه، د موټرسايکلونو د بسته بندي او انټرنټي خدمتونه نندارې ته وړاندې شول.د نوموړي په وينا، د نندارتون د درې ورځني بهير پر مهال شاوخوا ۶ زره کسانو له نندارتون څخه ليدنه کړې او د غرفو مسوولينو نږدې ۵۰۰ زره افغانۍ پلور ترسره کړی دی.د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د کورنيو توليداتو د ودې، د لاسي صنايعو د معرفۍ او د بدخشان کورنیو محصولاتو د بازارموندنې په موخه جوړ شوی و.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بدخشان کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
بدخشان کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو