د بلوچستان نشنل ګوند مشر اختر مېنګل ويلي، په بلوچستان کې زرګونه داسې کورنۍ شته، چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې په دې تمه دي، چې د کورنيو د لادرکه غړو يوازې قبرونه ورته په ګوته کړل شي. د کوټې د ولسوالۍ ادارې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، امنیتي ځواکونه له تېرو څو ورځو راهیسې د اعتراضونو په مدیریت بوخت دي، خو د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی. د هغه په وینا، د افغان وګړو د اوسېدو ځایونه هم په نښه شوي او هر کله چې د ښار امنیتي وضعیت عادي شي، د بې اسنادو افغانانو پر ضد به په منظم ډول عملیات پیل شي. بلخوا، په کوټه کې مېشت افغان کډوال شیرعلي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس اړ شوي چې افغانستان ته ستانه شي، ځکه په پاکستان کې یې ژوند ستونزمن شوی دی. هغه وویل: «موږ له کورونو نه شو وتلی، ناروغان ډاکټر ته نه شو بیولی، ځکه په لارو کې د پولیسو ګڼې پوستې دي او د خلکو اسناد ګوري. هر څوک چې اسناد ونه لري، نیول کېږي، پرته له دې چې د هغوی ستونزې په پام کې ونیول شي.» یو بل افغان کډوال رحمت الله، چې په کوټه کې د کورونو کثافات راټولوي، وایي د همدې کار له لارې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په پاکستان کې جبري لادرکۍ؛ اختر مېنګل وايي ۴۵ کاله وشول چې د ورور مړی او ژوندی یې ورک دی
سرچینې
Afghan sources
په پاکستان کې جبري لادرکۍ؛ اختر مېنګل وايي ۴۵ کاله وشول چې د ورور مړی او ژوندی یې ورک دی