کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د ارجنټاین او انګلیستان د فوټبال ملي لوبډلو د سویس او ناروې پر وړاندې په بریا سره د فوټبال د ۲۰۲۶ نړۍوال جام نیمهپایلوبې ته د تلو جواز ترلاسه کړ او اوس به د دغو سیالیو په یوه له خورا مهمو لوبو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي. د راپورونو له مخې، د انګلیستان ملي لوبډلې د جوډ بېلېنګهم د ښې لوبې پر مټ ناروې ته ۲ پر ۱ ماته ورکړه او نیمهپایلوبې ته یې خپل صعود یقیني کړ. ناروې د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې د اندریاس شیلدروپ په ګول مخکې شوه، خو بېلېنګهم د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې لوبه مساوي کړه او بیا یې د اضافي وخت د لومړۍ نیمایي پر مهال د انګلیستان د بریا دویم ګول هم وواهه. بېلېنګهم له دغو دوو ګولونو سره د ۲۰۲۶ نړۍوال جام په سیالیو کې د خپلو ګولونو شمېر شپږو ته ورساوه او د هري کین ترڅنګ یې د انګلیستان د مخکښو ګولوهونکو په سر کې ځای ونیوه. له دغو پایلو وروسته، ارجنټاین او انګلیستان به د ۲۰۲۶ نړۍوال جام په نیمهپایلوبه کې د یو بل پر وړاندې سیالي وکړي؛ هغه لوبه چې د دغو سیالیو له تر ټولو مهمو او حساسو لوبو ګڼل کېږي. ارجنټاین نن سهار د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په وروستۍ لوبه کې، له…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ارجنټاین او انګلیستان د سویس او ناروې په ماتولو د ۲۰۲۶ نړۍوال جام نیمهپایلوبې ته ووتل
منابع
Afghan sources
ارجنټاین او انګلیستان د سویس او ناروې په ماتولو د ۲۰۲۶ نړۍوال جام نیمهپایلوبې ته ووتل