DevelopmentEnglishافغانستانخوست

خوست کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو جوماتونو د… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentخوست1 SourcesUpdated: 2026-07-12 07:12:04🎙 Listen to radio

Summary: د خوست ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې ۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي جومات د جوړېدو او د یوه بل جومات د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مطبوعاتي مسوول محمد بلال باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د اسماعیل‌ خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د کندې کلي پر ۹۶ متره مربع ځمکه د هاوس مؤسسې او د سیمې اوسېدونکو په ونډه د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې، چې له بشپړېدو وروسته به په یو وخت کې د شاوخوا ۱۵۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا ولري.د نوموړي په وینا، په بله پروژه کې د عليشېرو ولسوالۍ د بابرک تاڼې په سیمه کې د احمدي جامع جومات د بیارغونې چارې هم د ۷ میلیونه ۷۳۶ زره ۵۹۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د عبادت لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي.

Quick facts

Locationخوست
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-12 07:12:04

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو جوماتونو د جوړېدو او بیارغونې چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-12 06:30:42

خوست کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو جوماتونو د جوړېدو او بیارغونې چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button