Summary: بلخ کې د ځایي مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په شتون کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم د کورنیو او نړیوالو تولیداتو درېیم نندارتون پرانیستل شو. د ځايي مسوولینو په وینا، په دغه نندارتون کې کورني لاسي صنایع، خوراکي، ودانیز او نور تولیدي توکي په ۱۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کېږي.د یاد نندارتون وړاندې کوونکي مسیح محمدي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي چې دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې په موخه جوړ شوی او درې ورځې به دوام وکړي.د بلخ د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو دغه ډول نندارتونونه د صنعت د ملاتړ په برخه کې مهم وبلل او هغه یې د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن یاد کړل.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 07:12:08
مهالوېش
-
Bakhtar
بلخ کې د کورنیو او نړیوالو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-07-12 04:56:21
بلخ کې د کورنیو او نړیوالو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو