د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بورسونه د e-VidyaBharati (e-VB) پروګرام په چوکاټ کې او د i-Learn پورټل له لارې وړاندې کېږي. غوښتونکي کولای شي د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټرساینس، هنرونو او نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلې لوړې زدهکړې په انلاین ډول ترسره کړي. د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې نېټې به د افغانستان زرو اتباعو ته دغه انلاین تحصیلي بورسونه ورکړل شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو سپارلو وروستۍ نېټه د روان کال د جولای ۲۴مه ده. د خبرپاڼې له مخې، دغه بورسونه د هند په ټاکل شوو پوهنتونونو او لوړو زدهکړو مؤسسو کې د لیسانس او ماسټرۍ د انلاین پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي. د دغه پروګرام د تنظیموونکو په وینا، په دغو بورسونو کې د زدهکړو بشپړ لګښت، د نوملیکنې فیس، د ازموینو لګښت او د فراغت سند د صادرېدو لګښت شامل دي. همدارنګه محصلین به په انلاین ډول درسي سرچینو، درسي ویډیوګانو او ازموینو ته لاسرسی ولري.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
هند افغان ځوانانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي
Sources
Afghan sources
هند افغان ځوانانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي