سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو یو ناراضي قوماندان او جمعهخان فاتح ته نږدې کس موسی کاکه نن د چنګاښ په ۲۱مه له نږدې دوه میاشتې بند وروسته خوشې شوی. طالبانو موسی کاکه د غويي میاشتې پر ۲۸مه د بدخشان په شکی ولسوالۍ کې نیولی و. د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس لومړۍ ناسته د یکشنې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پیل شوه. دغه کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او د راتلونکي لارې» تر نامه لاندې جوړ شوی دی. په کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو اړوند وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو بنسټونو استازي او نړیوال شریک سازمانونه شامل دي. د غونډې موخه د مسلمانو ښځو د وضعیت ارزونه، د هغوی د پیاوړتیا لپاره د راتلونکو تګلارو جوړول، او د زدهکړو، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت په برخو کې د تجربو شریکول ښودل شوي دي. د پاکستان د چارواکو په وینا، په کنفرانس کې د ۵۷ غړو هېوادونو استازو ګډون کړی دی. په کنفرانس کې د سوریې په څېر هېواد، چې اسلامي سخت دریځي پکې واکمن دي، د ښځو چارو وزیرې ګډون کړی دی، خو افغانستان چې د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو په بدخشان کې جمعه فاتح ته نږدې قوماندان « موسی کاکه» له زندان نه خوشی کړی
منابع
Afghan sources
طالبانو په بدخشان کې جمعه فاتح ته نږدې قوماندان « موسی کاکه» له زندان نه خوشی کړی