افغانستانامنیتپښتوغور

د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او ديني مدرسو ازموینو مخکښ بريالي زده… — Bakhtar

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-12 19:12:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو ازموینو مخکښ بريالي زده کوونکي نن د ازموینې ملي ادارې له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول. د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ياده غونډه کې ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړوونکي وبلل او د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو ازموینو مخکښو ته په خطاب کې وویل: «تاسو ځوانان د افغانستان د راتلونکي جوړوونکي یاست او د افغانستان راتلونکی ستاسو په لاسونو کې ده. که تاسو افغانستان جوړ نکړئ؛ د پردیو په لاسونو هېڅکله هم هېواد نه جوړېږي.» ښاغلي حنفي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به افغان ځوانانو ته د غوره علمي چاپېريال برابرولو او د هغوی د ظرفيت لوړولو په موخه د شته امکاناتو په نظر کې نيولو سره هيڅ ډول بېغوري ونه کړي. ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شیراحمد حقاني وویل:«ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن د بشپړ امن په فضا کې خپل مخکښ برياليو زده کوونکو په ستاينغونډه کې ګډون کوو.» هغه زياته کړه، چې اوسمهال افغانستان په هره برخه کې مثبت لوري ته روان دی او د کانکور په ازموينه کې بريالي شوي زده کوونکي هم بايد په ښه روحيه له هر ډول تعصب پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، څو خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت سبب وګرځي. دغه راز د ازموینو ملي ادارې رئيس شیخ عبدالباقي حقاني، د یادو مراسمو د ترسره کولو موخه د ځوانانو په ځانګړې توګه د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو ازموینو د مخکښو بریالیو زده کوونکو هڅول وبلل او ویې چې افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري او اسلامي امارت دواړو علومو ته یو ډول پاملرنه کوي. د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور عمومي اول نمره راشد خان او د ديني مدرسو عمومي اول نمره عبدالمجید هم په خپلو خبرو کې؛ د کانکور ازموینې بهیر د روڼتیا او د هغوی د ستایلو په پار د اسلامي امارت او د ازموینو ملي ادارې له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ؛ ژمنه وکړه چې خپل هېواد او خلکو ته د خدمت په موخه به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د يادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو ۱۰ مخکښو برياليو زده کوونکو ته د مسوولینو له لوري ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 19:12:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او ديني مدرسو ازموینو مخکښ بريالي زده کوونکي وستایل شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-12 13:26:52

د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او ديني مدرسو ازموینو مخکښ بريالي زده کوونکي وستایل شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button