Summary: د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې (د حکمي شخصیتونو، حقیقي شخصیتونو، د ملکیتونو د انتقال او نفتي توکو) لپاره نوي مالیاتي تخفیفونه اعلان کړل. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې کې د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، وویل: "د مالياتي معافیتونو اساسي موخه د هېواد د اقتصادي لومړیتوبونو ملاتړ د تولید او صادراتو د کچې لوړېدل او د کارموندنې فرصتونه زیاتوالی دی."د هغه په وینا، د افغانستان اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د حکومت په عوايدو کې زياتوالی راغلی چې په وینا یې دغه وزارت ژمن دی په مالیاتي چارو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.غونډه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري سوداګرو، اصنافو او کسبګرو ته د اساتیاوو برابرولو په دې لړ کې څلورو (د حکمي شخصیتونو، حقیقي شخصیتونو، د ملکیتونو د انتقال او نفتي توکو) برخو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له خوا مالیاتي تخفیفونه رامنځته شوي دي.هغه زیاته کړه: "د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د شفاهي هدایت له مخې هغه حکمي شخصيتونه، چې تر دې وړاندې یې له خپلو عوايدو څخه ۲۰ سلنه ماليه ورکوله له دې وروسته به ۱۰ سلنه ورکړي. دغه راز، هغه حقيقي شخصیتونه چې عوايد يې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي له ماليې معاف دي او که چېرې يې عوايد له ۱۲۰زرو څخه تر يو ميليون ۲۰۰ زرو پورې ورسېږي، په دې صورت کې ۱۰ سلنه ماليه او له يو ميليون ۲۰۰ زرو زياتو عوايدو څخه بيا ۱۵ سلنه ماليه ورکوي. همدا رنګه د منقولو او غير منقولو ملکيتونو د انتقال ماليه چې مخکې یو سلنه وه اوس به ۰.۵ سلنه ماليه ورکړي او هغه واردونکي شرکتونه چې نفتي توکي ذخیره کوي په هر ټن کې به ۵۰ افغانۍ ثابته ماليه ورکړي."د مولوي حنفي د معلوماتو له مخې د نفتي توکو د لومړي لاس پلورونکي په کلني ډول د ۱۰۰ زره افغانیو ثابتې مالیې، د دویم لاس پلورونکي په کلني ډول د ۷۰ زره افغانیو، د درېیم لاس پلورونکي په کلني ډول د ۵۰ زره افغانیو او د نفتي توکو د څلورم لاس پلورونکي په کلني ډول د ۲۵ زره افغانیو ثابتې مالیې د ورکولو تابع دي او هغه وګړي چې نفتي توکي د ټن په ډول پېري او په کیلوګرام ډول یې پلوري باید په هر ټن کې ۸۰ افغانۍ ثابته مالیه ورکړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د مالیاتو ټولو راټولوونکو ته لارښوونه وکړه چې اسلامي اصول او اخلاق په پام کې ونیسي.دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي، وویل چې افغان مسوولین هڅه کوي پانګونه والو سوداګرو، اصنافو او کسبګرو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي.نوموړي وویل چې د مالیاتو کمښت د کارموندنې د زیاتوالي په مانا ده او د مالیاتو د راکمولو موخه د دولت د عوایدو کمول نه بلکې د تولید او په د هېواد د اقتصادي بنسټ پراخول دي.عزيزي هم له ټولو ماليه ورکوونکو څخه وغوښتل چې خپل ټاکل شوي ماليات دې په وخت تحويل کړي او د هېواد د سوکالۍ، اقتصادي ودې او پرمختګ په لاره کې دې خپل مسئولیت ادا کړي.همدارنګه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، وویل: "هېواد د یو کور حثیت لري چې ډېری موارد سره شریک دي. که شفافیت او همکاري موجوده وي؛ هېواد د ترقۍ خوا ته حرکت کوي." د غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي چې خصوصي سکټور به د اسلامي نظام ترڅنګ د پانګونې د جذب، اقتصادي ودې او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کسبګرو او صنعت کارانو ته ښه زېری؛ څلور برخو کې نوي مالیاتي تخفیفونه اعلان شول
منابع
Afghan sources
کسبګرو او صنعت کارانو ته ښه زېری؛ څلور برخو کې نوي مالیاتي تخفیفونه اعلان شول