Summary: د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و.په دغو سیالیو کې له پنځو کلبونو څخه ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پای کې اته تنه د هلمند ولایت د تکواندو ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
لنډ معلومات
ځایهلمند
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 19:12:19
مهالوېش
-
Bakhtar
هلمند کې د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې