دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د راستنېدونکو لپاره د اماني صندوق په مالي ملاتړ، په کندز او بغلان ولایتونو کې له راستنېدونکو کورنیو سره د هغوی د ژوند د بیا رغونې په برخه کې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرامټینګار کړی چې کور ته ستنېدل باید د راستنېدونکو کورنیو لپاره د نوي ژوند پیل وي، نه دا چې له نویو ستونزو او کړاوونو سره د مخ کېدو سبب شي. یادې ادارې زیاته کړې، سره له دې چې د ملاتړ پروګرامونه روان دي، د راستنېدونکو اړتیاوې لا هم پراخې دي او ګڼ شمېر کورنۍ لا هم د مرستو ترلاسه کولو په تمه دي. یادې ادارې تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي. د مناسب سرپناه نشتوالی، د کار محدود فرصتونه او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي کمښت د هغو مهمو ننګونو له ډلې دي چې دغه کورنۍ ورسره مخامخ دي. د طالبانو د ازموینو ادارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو مخکښو بریالیو د ستاینې لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړي وو. په دې مراسمو کې د طالبانو د رييسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د نجونو رول…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ترکیې پولیسو په بولو ښار کې ۲۰ افغان کډوال نیولي