کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د واشنګټن او تهران ترمنځ د روان تاوتریخوالي په دوام، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یو ځل بیا په ایران کې پر څو موخو د تازه بریدونو خبر ورکړی او د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. امریکا پرون (یکشنبه) هم په ایران کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي وو او ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر توغندیو او ډرونونو ویشتلې وې. په همدې حال کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) نن (دوشنبه) د افغانستان پر وخت سهار یوه بجه او ۴۷ دقیقې پر اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر ایران د تازه بریدونو د پیل خبر ورکړ. سرچینې ویلي چې په دغو بریدونو کې په څو بېلابېلو سیمو کې لسګونه هدفونه د «دقیقو هدایتشوو مهماتو» په وسیله په نښه شوي، څو په هرمز تنګي کې پر نړۍوالو سمندري لارو د بریدونو د دوام لپاره د ایران وړتیا کمه شي. سېنټکام ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه، ساحلي راداري مرکزونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوې او همدارنګه کوچنۍ پوځي بېړۍ په نښه کړې دي. سېنټکام زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې امریکايي جنګي الوتکې، د سمندري ځواکونو بېړۍ، یوطرفه بریدکوونکې بېپیلوټه الوتکې او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د تاوتریخوالي دوام؛ امریکا او ایران یو بل پر بل بیا بریدونه کړي
سرچینې
Afghan sources
د تاوتریخوالي دوام؛ امریکا او ایران یو بل پر بل بیا بریدونه کړي