Developmentافغانستانپښتوخوست
غلام خان بندر کې د یوه لوی جومات د جوړېدو ډبره کېښودل شوه — Bakhtar
Summary: د خوست ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست مطبوعاتي مسوول سعيد بلال ويلي، چې تېره ورځ د ګربزو ولسوالۍ اړوند په غلام خان بندر کې د يوه لوی جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. نوموړی وايي، ياد جومات د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودجې د ۱۰ ميليونه ۸۱۹ زره افغانيو په لګښت جوړیږي.سرچینې زیاته کړې، چې دغه جومات به په دوو پوړونو کې پر شاوخوا ۴۸۰ متره مربع ځمکه جوړيږي، چې ټول اړينې برخې به ولري او په يوه وخت کې به نږدې د ۸۰۰ کسانو د ځايولو ظرفيت ولري.
لنډ معلومات
ځایخوست
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 07:12:24
مهالوېش
-
Bakhtar
غلام خان بندر کې د یوه لوی جومات د جوړېدو ډبره کېښودل شوه