DevelopmentKabulافغانستانپښتو

څلورو ولایتونو کې نږدې زرو راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-13 07:19:20🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې تېره ورځ په څلورو ولایتونو کې ۹۸۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي. د کور او ښار جوړولو وزارت نن د خبرپاڼې په خپرولو ویلي، پرون یکشنبې په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۹۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه د ځمکې نومرې ووېشل شوې. سرچینه زیاتوي، په ننګرهار کې ۶۸۱ کورنیو ته، په فراه کې ۵۹ کورنیو ته، فاریاب کې ۱۱۰ کورنیو ته او په نیمروز کې ۱۳۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي. سرچینې لیکلي، د راستنو شوو کډوالو لپاره د ځمکو د نومرو وېش د هغوی د دایمي استوګنې او سرپناه برابرولو په موخه ترسره کېږي. د کور او ښار جوړلو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۵۹ زره او ۱۳۳ کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکې سره روانه ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 07:19:20

مهالوېش

  1. Pajhwok

    څلورو ولایتونو کې نږدې زرو راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-13 11:46:16

څلورو ولایتونو کې نږدې زرو راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button