په تېرو لسیزو کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي مداخلې په بېلابېلو هېوادونو کې ډېری وخت د «ډیموکراسۍ»، «د بشري حقونو دفاع»، «له ترهګرۍ سره مبارزې» او «د نړیوال امنیت د ټینګښت» تر شعارونو لاندې توجیه شوې دي. په رسمي روایتونو کې دا اقدامات د هغو ملتونو د مرستې هڅه بلل کېده چې کلونه یې له جګړو، ناامنۍ او یا هم له استبدادي حکومتونو سره مخامخ وو. خو د دغو رسمي روایتونو ترڅنګ، بل ډول تجربې هم رامنځته شوې؛ هغه تجربې چې د همدې هېوادونو د خلکو له ورځني ژوند څخه سرچینه اخلي. ډېری هغه وګړي چې کلونه یې د بهرنیو ځواکونو حضور له نږدې احساس کړی، د هغو ژمنو په پرتله بېلابېل روایتونه بیانوي چې ورسره شوې وې؛ داسې روایتونه چې په کې د شعارونو او د جګړې د ډګر د واقعیتونو ترمنځ واټن په څرګنده توګه لیدل کېږي. افغانستان د دې تجربې تر ټولو څرګند او پېژندل شوی مثال دی. هغه هېواد چې کلونه د امریکا او د هغې د متحدانو د پوځي حضور کوربه و. دغه حضور د امنیت د ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د هېواد د بیارغونې، د ډیموکراتیکو بنسټونو د پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښه کېدو په ژمنو پیل شو، خو د افغانانو په باور، واقعیت بل ډول و. د افغانستان خلک باور لري چې دا ژمنې هېڅکله عملي نه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
چې مې لیدلي، هغه مې لیکلي