EconomyKabulافغانستانپښتو

د افغان پُست مسئولینو د ایران د سفیر له مرستیال سره ولیدل

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-13 08:46:28🎙 راډیو واورئ

افغان او ایراني چارواکو د پُستي همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي. د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د افغان پُست دولتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي او د شرکت مسئولینو په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال، محسن افراسیابي سره ليدلي. د يادې ادارې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د پُستي همکاریو د پراختیا، د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا، د پُستي خدمتونو د لا پراخېدو او د متقابلو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وشوې. دواړو لوریو د پُستي سکټور د لا پرمختګ، د ګډو همکاریو د دوام او په راتلونکي کې د لا نږدې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. د لیدنې په پای کې د ایران د سفیر مرستیال د افغان پُست د مرکزي پُست خونې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د وړاندې کېدونکو پُستي خدمتونو او کاري بهیر په اړه ورته معلومات ورکړل شول. بل لور ته، د هرات ولایت مقام وایي، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د ایران د خراسان رضوي له والي سره په ټلفوني خبرو کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا او د دوغارون او اسلام‌کلا په سرحدي لارو کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې. د هرات والي وویل، افغانستان…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 08:46:28

مهالوېش

  1. Parstoday

    د افغان پُست مسئولینو د ایران د سفیر له مرستیال سره ولیدل

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-13 08:37:05

د افغان پُست مسئولینو د ایران د سفیر له مرستیال سره ولیدل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button