شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ سپینغر پړانګانو بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د سپینغر پړانګانو د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یوولسم پړاو ايانډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د سپینغر پړانګانو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په دې لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سپینغر پړانګانو لوبډلې پر وړاندې د توپاچونې پرېکړه وکړه. په دې لوبه کې د سپینغر لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې. په یاده لوبه کې د سپینغر لوبډلې له لوري بهیرشاه ۵۶، نورالرحمن ۴۸، اعجاز احمدزي ۳۰، دروېش رسولي او عصمت عالم ۲۰- ۲۰ منډې وکړې. د بند امیر لوبډلې له لوري په توپاچونه کې سید شېرزاد او سلام خان دوه دوه، محمدسلیم، ننګیال خروټي، اظهارالحق نوین او فرمانالله د سپینغر لوبډلې یو- یو لوبغاړي وسوځول. د بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې او د ۲۴ منډو په توپیر یې له سپینغر لوبډلې ماتې وخوړه. د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې بارکزي ناصري…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ سپینغر پړانګانو بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه
Sources
Afghan sources
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ سپینغر پړانګانو بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه