Kabulافغانستانامنیتپښتو

پر «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو د ځوانانو روږدي کېدل؛ له یوه وړیا ټابلېټه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-13 10:58:25🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): یو شمېر ځوانان چې د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون کې بستر دي، وایي چې د ملګرو په هڅونه او په وړیا ډول د «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو ترلاسه کولو له لارې پر دغو توکو روږدي شوي؛ هم‌مهاله، د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه توکي قاچاقي هېواد ته راځي او د مخینوي لپاره یې له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه هڅې روانې دي. د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون کې چې لسګونه ځوانان د اعتیاد د پرېښودو په هیله بستر دي، د هغوی کیسې که څه هم په جزییاتو کې توپیر لري، خو یو ګډ ټکی لري؛ ټول وایي چې د لومړي ځل لپاره یې د ملګرو یا پلورونکو په هڅونه «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونه ازمویلي دي. د کابل ښار د دوغ‌اباد سیمې اوسېدونکی او د لسم ټولګي زده‌کوونکی محمدشاکر یو له هغو ځوانانو دی چې د جنګلک د معتادینو درملنې په ۴۵۰ بستریز روغتون کې بستر دی. هغه وویل: «نااهله ملګرو راته ویل چې ذیکپ ګولۍ ښه شی دي، ویې خوره، یوه ورځ مې وخوړل، دوه ورځې مې وخوړل، وروسته داسې یوه ورځ راورسېده چې ټابلېټ کا هیڅ نه نشه کولم، تر درېیو او څلورو مې خوړلې.» هغه زیاته کړه، په پیل کې یې «ذیکپ» کارولې، یوې ګولۍ یې ۲۰ افغانۍ بیه لرله، خو وروسته یې «کا ټابلېټ» کارول…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 10:58:25

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پر «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو د ځوانانو روږدي کېدل؛ له یوه وړیا ټابلېټه د راتلونکي تر بربادۍ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-13 15:27:44

پر «کا» او «ذیکپ» ټابلېټونو د ځوانانو روږدي کېدل؛ له یوه وړیا ټابلېټه د راتلونکي تر بربادۍ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button