KabulSportsافغانستانپښتو

د فوټبال نړۍوال جام نیمه‌پایلوبه؛ لومړۍ لوبه نن شپه د فرانسې او هسپانیا… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 05:22:12🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د فرانسې او هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې لومړۍ لوبه کې نن شپه د یو بل پر وړاندې میدان ته کښته کېږي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې یوولس‌نیمې بجې ترسره کېږي او ګټونکې لوبډله به د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومومي. هسپانیا له فرانسې سره په خپلو وروستیو دوو مخامخ سیالیو کې، د یورو ۲۰۲۴ نیمه‌پایلوبې او د اروپا ملتونو لیګ ۲۰۲۵ سیالیو کې، فرانسې ته ماته ورکړې ده. د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې دویمه لوبه به سبا (چهارشنبه) د ارجنټاین او انګلېستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د فرانسې ملي لوبډلې د مراکش په ماتولو او هسپانیا د بلجیم په ماتولو سره د دغو سیالیو نیمه‌پایلوبې ته لاره موندلې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 05:22:12

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د فوټبال نړۍوال جام نیمه‌پایلوبه؛ لومړۍ لوبه نن شپه د فرانسې او هسپانیا ترمنځ کېږي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-14 09:48:02

د فوټبال نړۍوال جام نیمه‌پایلوبه؛ لومړۍ لوبه نن شپه د فرانسې او هسپانیا ترمنځ کېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button