Summary: عدلیې وزارت لیکلی، په کابل ښار کې د «غیبي بابا» ښارګوټي په نوم څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ امارتي ثابته شوه. یاد وزارت زیاته کړې، د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې «د غیبي بابا ښارګوټی» په نوم د څه باندې یو زرو ۴۲ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې ۵۳۲.۱۱ جریبه امارتي ده.د سرچینې په لیکنه، دا ځمکه د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې ده.وزارت لیکلي، د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کابل کې د غیبي بابا ښارګوټي سلګونه جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
منابع
Afghan sources
کابل کې د غیبي بابا ښارګوټي سلګونه جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه