سندرېشعرونههنر او ادب

برباده مې ځواني شوله – ښکلې سندره او ښکلی شعر

شاعر: بهلول ملنګ

سندرغاړی: فلک ناز مروت

د سندرې شعر:

برباده مې ځواني شوله د یوه ښکلي له لاسه

رسوا مې زنده‌ګي شوله د یوه ښکلي له لاسه

بدبخته وم، کم‌بخت وم، زړه مې ورکړو بې وفا ته

نصیب مې رسوايي شوله د یوه ښکلي له لاسه

د چا په تلو چې واړه رنګيني د محفل لاړه

دا څومره بې رنګي شوله د یوه ښکلي له لاسه

چې څومره خوندوره د وصال هره لمحه وه

بې خونده جدايي شوله د یوه ښکلي له لاسه

اقبال خان ومه، مینې رانه جوړ بهلول ملنګ کړو

خاني مې ملنګي شوله د یوه ښکلي له لاسه

هیله: که د دغې سندرې د اصلي پنځوونکي او سندرغاړي خپل رسمي یوټیوب چینل درته معلوم وي له موږ سره یې شریک کړئ تر څو يې دلته لېنک کړو.

اړوندې مقالې

Back to top button