Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبليغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام، د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې په (دشت برچي) سیمه کې د لوحو او تبليغاتي تابلوګانو څخه څارنه کړې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د څارنې پر مهال د علومو آکاډمۍ استازي او د کمېسیون غړي سید محمود واکمن، د کمېسیون د کلتوري فعالیتونو د ارزښت په اړه معلومات ورکړي دي. وروسته، د کمېسیون غړیو د یادې سیمې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې د کمېسیون کړنلارې له معیارونو سره سم په هر اړخیز ډول څېړلې او د غیر معیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره یې اړینې سپارښتنې کړې دي. په دغه پروګرام کې همدا رنګه، هغو لوحو او تابلوګانو ته چې پکې بهرني اصطلاحات او کلمې کارول شوې وې؛ د کمېسیون مسلکي غړیو د هېواد په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړي او سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې زړې شوې وې؛ غیر شرعي انځورونه یې لرل؛ په نامناسب ځایونو کې نصب شوې وې او یا هم بېمفهومه وې؛ د اصلاح لپاره یې د کمېسیون د غړيو له لوري لازم وړاندیزونه وړاندې شوي دي. هېره دې نه وي چې په (دشت برچي) سیمه کې د ۱۸۰ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
په کابل کې له شاوخوا ۲۰۰ لوحو او تبليغاتي تابلوګانو څخه څارنه وشوه
سرچینې
Afghan sources
په کابل کې له شاوخوا ۲۰۰ لوحو او تبليغاتي تابلوګانو څخه څارنه وشوه