Summary: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ هغې سیمې له خلکو سره لیدلي، چې د پاکستان پوځ د وروستي برید له امله پکې ګڼ شمېر عام هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي وو. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نوموړي د قربانیانو له کورنیو او ورثې سره کتلي او هغوی ته یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي دي. د خبرپاڼې د دې لیدنې پر مهال قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو مرستو له کبله مننه کړې، له زیانمنو کورنیو سره یې د نورو مرستو غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده، هغه ټپیان، چې لا هم د درملنې لپاره په روغتونونو کې بستر دي، باید روغتیايي وضعیت ته یې جدي پاملرنه وشي. د کورنیو چارو وزیر د شهیدانو ارواحو ته د مغفرت دعا وکړه، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له زیانمنو کورنیو سره به هر ډول لازمې مرستې وشي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پکتیا؛ د کورنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ د وروستي برید د قربانیانو له ورثې سره کتلي
منابع
Afghan sources
پکتیا؛ د کورنیو چارو وزیر د پاکستان پوځ د وروستي برید د قربانیانو له ورثې سره کتلي