Summary: د هېواد د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې محتسبینو یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۵ مېرمنې له جبري نکاح څخه ژغورلې دي. سرچینې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو محتسبینو پنځه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې د نکاح مخه ونیول شوه، چې د یادو ولایتونو د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو تر دې وړاندې هم د ګڼ شمېر مېرمنو د جبري نکاح مخه نیولې وه.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
محتسبینو د ۵ مېرمنو د جبري نکاح مخه ونیوله