سندرېشعرونههنر او ادب

تا راته د سرو شونډو ست ونکړو – د بهلول ملنګ شعر

شاعر: بهلول ملنګ

سندرغاړی: فلک ناز مروت

معمولي چې شي خفه مرورېږي

اوس اکثر په نه کیسه مرورېږي

سپینې خولې نه يې رقیب خوندونه اخلي

زه چې غواړم ترې بوسه مرورېږي

په زړه سخت یار مې بلا نازک مزاج شو

نن سبا په بهانه مرورېږي

د راتلو او نه راتلو ګیله خو پرېږده

چې وریاده کړم وعده مرورېږي

زه چې سوال د بوسې وکړم بهلوله

سمدستي وکړي غوسه مرورېږي

تا راته د سرو شونډو ست ونکړو

ما د سوال کولو جرئت ونکړو

ته چې شوې غوسه سترګې دې برګې کړې

بیا مې شوخ نظر شرارت ونکړو

مینه کې قایل زه د پښتو نه یمه

یار سره مې چېرې غیرت ونکړو

ستا په رفاقت دومره ډاډه ومه

ما سره رقیب رقابت ونکړو

ستا د کوڅې خوند چې بهلول واخیستو

بیا یې چېرې سوال د جنت ونکړو

اړوندې مقالې

Back to top button