ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله تر ټولو ډېر زیان ویني. د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د بشري ناورین تر ټولو ستره زیانمنه پرګنه ده. د راپور له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰ میلیونو څخه ډېرې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري. ملګري ملتونه وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د بودجې راکمېدل او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د میندو د روغتیايي پاملرنې پر نظام ډېر فشار راوستی او د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنې یې لا پسې ډېرې کړې دي.
اطلاعات کوتاه
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-07-15 03:25:10
خط زمانی
-
Parstoday
افغان ښځې د نړیوالو مرستو د کمښت اصلي قربانیانې دي