EconomyKabulافغانستاندری

په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شو — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-15 05:43:56🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د هېواد په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په موخه یې د ۱.۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له درېیو مخابراتي شرکتونو سره په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک کړی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد سایټونه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي پراختیا صندوق (TDF) د یوولسمې پروژې له بودجې جوړېږي او تړون یې له اټوما، اتصالات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو سره شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، د یادو ۱۱ سایټونو له ډلې اته به د اټوما مخابراتي شرکت له لوري د تخار په بهارک، د سمنګان په خرم او سارباغ، د بغلان په تاله او برفک، د پکتیا په سیدکرم، د پکتیکا په نعمت‌اباد، د خوست په سپېره او د لوګر په ازره ولسوالیو کې جوړ شي. دغه‌راز، یو مخابراتي سایټ به د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له لوري د بغلان په ګذرګاه ولسوالۍ او دوه نور به د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د تخار په خواجه‌غار او د خوست په تڼیو ولسوالیو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې ده، له دې مخکې د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې په چوکاټ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-15 05:43:56

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-15 10:12:47

په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button