Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولینو د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، چې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت له پلان شویو ۸۰ پراختیايي پروژو څخه د ۲۷ پروژو چارې پیل شوې او په همدې موده کې ۳۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي. د هرات ښاروال مولوي حمدالله نعماني وویل، چې خلکو ته حساب ورکول د اسلامي نظام له اساسي اصولو څخه دي. د نوموړي په وینا، راټول کړل شوي عواید به په شفاف او متوازن ډول د هرات ښار د پراختیا او ابادۍ په چارو کې ولګول شي.په ورته وخت کې د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالواحد خیرخواه وویل، چې د لومړۍ ربعې مهمې لاسته راوړنې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پیغامونو خپرول، د معیاري ګذر بندۍ ۹۰ سلنه پلي کول، د ګذر وکیلانو لپاره د روزنیزو سیمینارونو جوړول، د «ښاروالۍ ـ ښوونځي» د څلورو ګډو کمېټو رامنځته کول او د سړکونو د ادرس ورکولو پروژې څارنه وه.همدارنګه د هرات ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد وویل، چې د ۸۰ پراختیايي پروژو له ډلې د ۲۷ پروژو چارې پیل شوې، ۲۵ پروژې د تدارکاتو په پړاو کې دي او ۱۸ نورې پروژې د سروې او تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په مرحله کې دي.د نوموړي په وینا، د ځمکې لاندې سړکونو او سوداګریزو مارکېتونو جوړول، اداري او سوداګریزې ودانۍ، استنادي دېوالونه، د سړکونو روښانول، د سړکونو قیر او کانکرېټ کول، د کانالونو جوړول، د دوو نویو ناحیو تفصیلي پلانونه، د شنو سیمو پراختیا، د ښار پاکوالی، د سړکونو نښه کول، د بلوارونو رنګول، د ښار ښکلا، د ښاري نظم تأمین او د بیو کنټرول د روان کال له مهمو پروګرامونو څخه دي.په همدې حال کې د هرات ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې رئیس قاري عطاالله احمدي وویل چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د ښاروالۍ ټول عواید ۳۹۸ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي.د نوموړي په وینا، دغه عواید د صفایۍ محصول، د دولتي، استوګنیزو او سوداګریزو ملکیتونو عواید، د پلاني نقشو محصول، د لوایحو او اعلانونو مالیه، ښاري خدمتونه، د صنفي جوازونو محصول، له ګمرک څخه ورودي عواید، ترافیکي محصول، د ښاروالۍ ملکیتونو کرایې او نورو قانوني سرچینو څخه راټول کړل شوي دي.هغه زیاته کړې، چې د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ښاروالۍ ټول عادي او پراختیايي لګښتونه ۸۶ میلیونه افغانۍ وو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هرات ښاروالۍ: د روان کال په لومړۍ ربع کې د ۲۷ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي
Sources
Afghan sources
هرات ښاروالۍ: د روان کال په لومړۍ ربع کې د ۲۷ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي