Economyافغانستاندریهرات

له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه

در حال تکمیلEconomyهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-15 09:01:19🎙 رادیو را بشنوید

د هرات د جامو د تولیدوونکو اتحادیې رئیس عزیزالله نورزی وايي، په دې محموله کې شاوخوا ۸۰ زره جوړې جامې شاملې دي چې ارزښت یې نږدې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه، د هرات تولیدي فابریکې هڅه کوي خپل محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسوي او د صادراتو کچه لوړه کړي. په همدې حال کې د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیرمحمد سیرت وايي، پر ورته وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي. هغه زیاتوي، د صنعت او سوداګرۍ ریاست هڅه کوي د جامو د تولید لپاره د اړتیا وړ خامو موادو تعرفې راکمې کړي، څو د تولیدي فابریکو د ودې او د صادراتو د پراختیا لپاره لا ښه زمینه برابره شي. د هرات د جامو تولیدوونکو فابريکي رئیس محمد نعيم الياسي وايي، په دې محموله کې د دغه ولایت بېلابېل تولیدات شامل دي چې د افغان تولیداتو د سیمې بازارونو ته د رسېدو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي. په همدې حال د هرات د کسبګرو او صنعتکارانو د اتحادیې رئیس عبدالقادر اکبري وايي، په دې فابریکه کې نږدې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د هرات د تولید شوو جامو لومړۍ محموله عراق ته صادره شوې وه. مسوولین وايي، د دغه ولایت تولیدي کارخونې هڅه کوي د نړیوالو معیارونو په…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-15 09:01:19

خط زمانی

  1. Parstoday

    له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-07-15 08:51:17

له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button