KabulPoliticsافغانستانپښتو

د نیپال دوه پخواني چارواکي د کډوالو د اسنادو د جعل په قضیه… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-15 15:57:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ جنګاښ ۱۴۰۵):د کټمنډو یوې ناحیوي محکمې د نیپال دوه پخواني وزیران او ۱۴ نور کسان په دې تور تر څلورو کلونو بند محکوم کړي چې د نیپالي وګړو لپاره یې جعلي اسناد جوړ کړي وو، څو هغوی د بوتان د کډوالو په توګه معرفي او په امریکا کې مېشت شي. د راپور له مخې، د نیپال پخوانی د کورنیو چارو وزیر بال کرشنا خند هم په دې قضیه کې د همکارۍ په تور په دوه کاله بند محکوم شوی دی. په راپور کې راغلي چې د دواړو پخوانیو چارواکو وکیلانو ویلي، موکلان یې بې‌ګناه دي او د محکمې د پرېکړې پر ضد به د استیناف غوښتنه وکړي. محکمې ۱۴ نور کسان هم، چې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د بوتاني کډوالو یو پخوانی مشر پکې شامل دي، تر څلورو کلونو بند محکوم کړي دي. رویټرز لیکلي چې دې قضیې داسې مهال یو ځل بیا پام ځان ته اړولی چې د نیپال نوي حکومت، د پخواني ښاروال او ۳۶ کلن سیاستوال بالندرا شاه په مشرۍ، د تېرو حکومتونو پر مهال له فساد سره مبارزه د خپلو لومړیتوبونو له ډلې بللې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-15 15:57:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د نیپال دوه پخواني چارواکي د کډوالو د اسنادو د جعل په قضیه کې په بند محکوم شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-15 20:24:44

د نیپال دوه پخواني چارواکي د کډوالو د اسنادو د جعل په قضیه کې په بند محکوم شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button